د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه بندۍ له سروې کوونکو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۵:۳۵
MOPH

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د وقایوي طب لوی رئیس ډاکټر حیدر خان حیدر، د خصوصي سکتور د تنظیم او همغږۍ رئیس ډاکټر احمد خندان، د لومړنیو روغتیايي خدمتونو رئیس ډاکټر ذبیح الله حارث او روغتیایي مرکزونو د اعتبار ورکولو ملي ادارې اجرائیوي رئیس مولوي سیف الله معاویه ګډون درلود.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه بندۍ پروسه کې پر بشپړ شفافیت ټینګار وکړ او ویې ویل:( روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه بندۍ چارې باید له معیارونو سره سمې او د حقایقو پر بنسټ ترسره شي؛ تر څو د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ، د ناروغانو خوندیتوب ډاډمن او پر خدماتو د خلکو باور لا زیات شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۸:۴۶
Background image

د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د پلان ګذارۍ او برنامه ریزۍ رئیس ډاکټر عبدالستار صحت، د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او ۱۰ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۸:۴۲
Background image

د داخل بستر شدیدې خوارځواکۍ د مدیریت شپږ ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې ریاست له لوري د « داخل بستر شدیدې خوارځواکۍ مدیریت» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام د روغتونونو د تغذیې برخې متخصصینو او ډاکترانو د ظرفیت لوړونې. . .

BACK TO NEWS