د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه
یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د پلان ګذارۍ او برنامه ریزۍ رئیس ډاکټر عبدالستار صحت، د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او ۱۰ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.
د عامې روغتیا وزارت د پلان گذارۍ او برنامه ریزۍ رئیس، ډاکټر عبدالستار صحت وویل: «دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، هیله لرو، کارونه په پوره اخلاص، صداقت، دقیق او ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده او موږ به یې له چارو څخه نظارت هم کوو».
بل لور، د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به د روغتون د جوړېدو چارې ترسره کوي.
د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونو د جوړولو پلان لري، چې د یادې پروسې تدارکاتي چارې دوام لري.
