د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي د انتاني ناروغیو درملنې ملي او تخصصي روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۴۶
moph

د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال د دغې لیدنې په ترڅ کې روغتیايي کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې، چې د ناروغانو د ستونزو په حل او د روغتیایي خدماتو کیفیت لوړولو کې لا زیاتې هڅې ترسره کړي.

ښاغلي مرستیال ټینګار وکړ: هر روغتیايي کارکوونکی مکلف دی، چې خپل ایماني او وجداني مسؤلیت په غوره ډول اداء کړي او ترې ویې وغوښتل، خپلې دندې په بشپړ صداقت سره ترسره کړئ.

همدارنګه، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال له ناروغانو او اړوند مراجعینو سره هم لیدنه وکړه او د هغوی د شکایتونو او د رضایت کچې په اړه یې معلومات ترلاسه کړل؛ ترڅو ناروغانو ته خدمات په غوره شکل وړاندې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت یو لوړ پوړي پلاوي هندوستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د ایوروید او دودیز طب له مشهورو او څو ملتي شرکتونو سره جلا لیدنې ترسره کړې

 په دې لیدنو کې د درملو د برابرولو، پانګونې او روغتیا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر امکاناتو هر اړخیز بحث او خبرې تر سره شوې.

یادو هندي شرکتونو ژمنه وکړه، چې افغانستان ته به معیاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتيا نړيوال سازمان له عمومي مشر، ښاغلي ډاکټر ټيډرس ادهانوم سره په هند هیواد کې ليدنه تر سره کړه

په دې ليدنه کې افغانستان کې د پوليو ويروسي ناروغۍ د تشخيص په موخه د معياري لابراتوار د خدماتو پر څرنګوالي ، د افغانستان روغتيايي سيستم د پياوړتيا په موخه د‌ نړيوالو د ملاتړ، د افغانستان. . .

BACK TO NEWS