د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني او مل تخنیکي ټیم هلمند ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي مولوي امان الدین منصور سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۳:۵۲
moph

په دې لیدنه کې چې د هلمند د عامې روغتیا رئیس نقیب الله فاتح هم شتون درلود، د روغتیایي خدماتو پر ښه والي او د شته ستونزو حل په اړه خبرې وشوې، د هلمند والي ژمنه وکړه، چې ولایتي اداره به له مرکزي ادارې سره په ګډه د روغتیا برخې پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي او زیاته یې کړه، چې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو دا ډول سفرونه د ستونزو د حل او اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره مهم دي.

د داخلي تفتیش رئیس وویل، د روغتیایي خدماتو ښه والي په موخه به هر راز ستونزې په ګډه حلوي او هڅه کوي چې د هلمند ولایت وضعیت ته په کتو روغتیا برخه کې د پام وړ بدلونونه راولي؛ تر څو خلکو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې د داخلي تفتیش رئیس او مل تخنیکي ټیم د هلمند عامې روغتیا ریاست څخه هم لیدنه ترسره او اړوندو مسؤلینو ته یې پر وخت د لازمو خدماتو وړاندې کولو سپارښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۱
Background image

هرات ولایت کې ۲۷۰۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر، تقلبي او فاسد خوراکي توکي راټول شول

د هرات عامې روغتیا ریاست د خوراکي توکو تولیدي او وارداتي تاسیساتو د څارنې عمومي مدیریت مسؤلینو د یاد ولایت د ۵ ناحیې اړوند بهزاد سړک او د متحد برادران مارکېټ کې له ۹ زیرمتونو او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۱:۵۷
Background image

د بغلان ولایت د پولیو کمپاین ناظمینو لپاره روزنیز پروګرام  پرانیستل شو

د بغلان عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امریت له لوري د پولیو کمپاین د ناظمینو لپاره دوه ورځنی روزنیز پروګرام پرانیستل شو.

په دې پروګرام کې، چې د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان استازو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۰
Background image

د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونه او د اکمال تخصص برنامې ته د روغتيايي کارکوونکو جذب

عامې روغتیا وزارت په تېر يو کال کې د روغتیايي او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره مهم ګامونه اخیستي دي.

دغه هڅې د بشري سرچینو د مسلکي ودې، د تخصص کچې لوړولو او د معیاري روغتیايي. . .

BACK TO NEWS