د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني او مل تخنیکي ټیم روزګان ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي مولوي عنایت الله شجاع سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۳:۲۶
MOPH

په دې لیدنه کې د روغتیایي خدماتو ښه والي او شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې، د روزګان والي ژمنه وکړه چې ولایتي اداره به له مرکزي ادارې سره په ګډه د روغتیا برخې پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي او زیاته یې کړه، چې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو دا ډول سفرونه د ستونزو د حل او اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره مهم دي.

د داخلي تفتیش رئیس وویل، د روغتیایي خدماتو ښه والي په موخه به هر راز ستونزې په ګډه حلوي او هڅه کوي چې د روزګان ولایت وضعیت ته په کتو روغتیا برخه کې د پام وړ بدلونونه راولي؛ تر څو خلکو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه سفر د عامې روغتیا ریاست د ۱۴۴۶ هـ ق کلنۍ ارزونې په موخه ترسره شوی؛ تر څو د روغتیايي خدمتونو کیفیت و ارزول شي، ستونزې حل او خلکو ته پر وخت لازم خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۳:۱۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت اونیزه!

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی ریاست تر چتر لاندې د ویاندویۍ ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري د معلوماتو د لا ښې خپریدنې او تر ولس د روغتیایي پیغامونو رسولو په موخه لمړنۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۳:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ معینیت کې د اړوندو ریاستونو مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د معینیت مشاورینو او د اړوندو ریاستونو مسؤلینو شتون درلود، چې په کې د تېرو ناستو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۵۱
Background image

لومړي ځل لپاره د هیواد په دولتي روغتیایي سکتور کې د ماشومانو د زړه د جراحۍ او هیموډیالیز څانګې پرانیستل شوې

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي، د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو. . .

BACK TO NEWS