د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ معینیت کې د اړوندو ریاستونو مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۳:۰
MOPH

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د معینیت مشاورینو او د اړوندو ریاستونو مسؤلینو شتون درلود، چې په کې د تېرو ناستو د پرېکړو، ترسره شویو فعالیتونو، لا زیاتې همغږۍ او د روغتیا سیسټم د ښه والي او پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

دغه راز، د اړوندو ریاستونو مسؤلینو خپل فعالیتونه، ستونزې او لاسته راوړنې له ښاغلي مرستیال سره شریکې کړې، چې د نوموړي له لوري ورته د پاملرنې او همکارۍ ډاډ ورکولو تر څنګ د چارو د ښه ترسراوي په اړه لازمې سپارښتنې هم وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون کې د روغتونونو د ډیجټلایزیشن په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس ډاکټر امین الله مومند او د مرکزي روغتونونو د بېلابېلو څانګو متخصصینو شتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۱۹
Background image

د سرویلانس سیستم د پیاوړتیا او همغږۍ لپاره درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د سرویلانس څانګې د ولایتي مسؤلینو علمي کچې لوړولو او د مرکز او ولایتونو تر منځ د ښې همغږۍ په موخه درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۱۴
Background image

د کاپیسا ولایت ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ۱۲۶ قلمه طبي وسایل ووېشل شول

دغه وسایل چې ارزښت یې څه باندې ۲۵۰ زره امریکایي ډالره دی، د ټولنې پیاوړتیا او پراختیا (OCED) مؤسسې له لوري د کاپیسا ولایت ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شول.

د عامې روغتیا ریاست مسؤلین. . .

BACK TO NEWS