د عامې روغتیا وزارت د املاکو مرکزي او ولایتي مدیرانو ته د املاکو ساتنې، اسنادو ثبت او تثبیت په موخه روزنیز سیمینار ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۰:۱۸
MOPH

دغه سیمینار د عامې روغتیا وزارت اړوندو املاکو مرکزي او ولایتي مدیرانو ته د هېواد د مرکز په ګډون ۳۴ ولایتونو کې د یاد وزارت د املاکو تثبیت او د مالیې وزارت د املاکو ریاست په ډیټابیس کې یې د اسنادو ثبت په موخه ترسره شو، چې موخه یې د املاکو د ثبت فورم دقیقه زده کړه او عملي کول، په ولایتي کچه د راپور ورکولو یو واحد سیستم رامنځته کول، د عامې روغتیا وزارت د ملکیتونو د ضایع کېدو مخنیوی او د املاکو د رسمي اسنادو ساتنه او د تثبیت او ثبت پروسې چټکتیا ده.

په یاد سیمینار کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د پلان ګذارۍ او برنامه ریزۍ رئیس ډاکټر عبدالستار صحت، د اداري ریاست مسؤلینو او کارکوونکو ګډون کړی ؤ.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د املاکو په ښه حفاظت، د اسنادو پر برابرولو او ثبت ټنیګار وکړ او زیاته یې کړه، چې له املاکو څخه باید په لازمه او اغېزمنه توګه ګټه واخیستل شي او قراردادونه یې هم باید په معقول او منطقي ډول ترسره شي؛ ترڅو د غصب او ستونزو پېښېدو مخه ونیول شی.

د یادونې وړ ده، دغه سیمینار د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو معینیت اړوند اداري ریاست له لوري ترتیب شوی و، چې اړوند موضوعات ورکې ګډونوالو ته تشریح شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS