د داوطلبۍ خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د ( عامې روغتیا وزارت اړوند 84 قلمه تونر او رنګ باب برابرولو او تدارک ) په پروسه کې چې د (MOPH/1404/NCB/G-1298) داوطلبې شمېرې لرونکی ده، ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ د tenders.ageops.af سایټ څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د 27/06/1404 هـ ش نېټې،د پنجشنبې ورځ سهار تر 10:00 بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه، د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرارلري، وسپاري.
ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه(آفرونه) د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (370,000) دري سوه اویا زره افغانۍ دي او د آفر پرانیستلو غونډه د 27/06/1404 هـ ش نېــټه، پنجشنبې ورځ سهار تر 10:00 بجو د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.