د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې په شرایطو برابر ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي، چې د وزیر محمد اکبر خان روغتون  په پام کې لري؛ ترڅو د څلور قلمه البسې (تکه بابو ) چمتو کول او تدارک چې د ریفرینس شمېره یې MOPH/WAKH/NCB/1403/G010 ده تړون یې د (ګلاب الدین خانزاده لوژستیکي ) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (۱۴۱۹۵) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (قوای مرکز نجیب زراب مارکیت  دوهمه ناحیه،مرکز کابل) کې دی.

 د تړون لومړنۍ بیه یې (۱۳۳۵۹۰۰)یو میلیون درې سوه پنځه دېرش زره نهه سوه  افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۳:۱۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي: . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۳:۴۵
Background image

د داوطلبۍ بیاځل خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (د ICU ـ جدي مراقبتونو پروژې اٰړوند د کوچنیو طبي تجهیزاتو  تدارک) چې د (MOPH/1404/NCB/G-2626) ګڼې درلودونکې ده، د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د دې وزارت اړوند (د جدي . . .

Back to tenders