د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، د یاد وزارت اړوند (د ګرځنده روغتیایي ټیمونو پروژې اړوند د ۸۵ قلمه درملو چمتو کول او تدارک پروژه، د ۱۴۰۴ مالی کال) چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1404/NCB/G-2677) ده، (لوژستیکي خدماتو دراگان انفرادي تاجر) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (36286) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (پکتیکا، مرکز شرنه) کې دی او د تړون بیه (4,999,000) څلور میلیونه او نهه سوه نهه نووي زره افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې هغوی کولای شي خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نیټې څخه تر دریو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څیرمه موقعیت لري، وسپاري.
یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.
