د تخار د عامې روغتیا ریاست خبرتیا!

Panah_moph

د تخار د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د شري/سرخکان ضد واکسین کمپاین پیلوي.

بنأ د دغه ولایت له ټولو اوسېدونکو څخه غوښتنه کېږي چې خپل د شپږو میاشتو څخه تر پنځو کلونو پورې ماشومان د واکسین کولو په موخه د خپلو سیمو نږدې جوماتونو ته راولي.

دغه کمپاین نن شنبه پیل شوی او شپږ ورځې به دوام وکړي.

د دغه کمپاين د پیلولو موخه په دغه ولايت کې د شري/سرخکان ناروغۍ د خپرېدو مخنيوى دى.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د مرستې غږ

د پکتيکا ولايت په ګيانې ولسوالۍ کې د را منځته شوي طبيعي  حادثې " زلزلې" له کبله زيات هيوادوال شهيدان او ټپيان دي ، د لمړنيو روغتيايي مرستو په خاطر د عامې روغتيا وزرات له لوري روغتيايي . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۱۵:۴۸
Background image

د نور روغتون د Retina او Occuloplasty څانګې فعاله شوې:

د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیایی خدمتونو د زیاتوالي په موخه د نور روغتون د Retina او Occuloplasty څانګو په کار پیل وکړ.

همدارنګه ټاکل شوې ده چې له پاکستان څخه د سترګو د متخصصینو . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۱۰:۲۷
Background image

په ټول هېواد کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

کابل، ۲۲/۱۰/۱۴۴۳/ هـ . ق ۲/۳/۱۴۰۱ هـ. ش : د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د یونیسف ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ نن په ټول هیواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل . . .

Back to announcements