د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د رسنیو مرکز له رئیس، ښاغلي مفتي نعیم الحق حقاني سره لیدنه ترسره کړه.

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۹:۴۲
rasany

 

په دې لیدنه کې چې نن سه شنبه د رجب المرجب میاشتې په ۱۱مه نېټه ترسره شوه د کره معلوماتو، د رسنیو ترمنځ په همغږۍ، د رسنیو په ارزښت، په وخت سره ولسونو ته د معلوماتو په رسولو او په روغتیايي برخه کې د ولس او د عامې روغتیا وزارت ترمنځ د روغتیايي معلوماتو او پیغامونو د خپرولو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

 د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د کره او پر وخت د معلوماتو په خپرولو کې د رسنیو رول اړین وباله او ویې ویل، په دې ورستیو کې د عامې روغتیا وزارت ډېرې لاسته راوړنې لرلي دې، چې  د رسنیو له لارې تر ولسونو رسېدلي دي او د داسې خبرونو او راپورونو د خپرولو مخه دې ونیول شي چې کره او پرته له کوم مستند وي او دا د ولس حق ده چې په وخت سره رېښتوني او کره معلومات ترلاسه کړي.

له بل لوري د رسنیو د مرکز رئیس، ښاغلي مفتي نعیم الحق حقاني په رسنیزه برخه کې د عامې روغتیا وزارت فعالیتونه وستایل او و یې ویل چې د عامې روغتیا وزارت په نشراتي برخه کې فعال او پر وخت سره روغتیايي معلومات، لاسته راوړنې او د عامه پوهاوي اړوند پیغامونه له ولسونو سره شریکوي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS