د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د فراه والي، ملا محمد حافظ مجاهد سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۲
MOPH

په دغه ناسته کې فراه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا، خلکو ته د لا غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او شته ستونزو حل په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

همدارنګه، د فراه والي د عامې روغتیا وزارت له پاملرنې او همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ په دغه ولایت کې روغتیا برخې ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه؛ څو روغتیایي خدمات پراخ او د ناروغانو اړتیاوې پوره کړي.

د عامې روغتیا ښاغلي وزیر د فراه والي ته د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، شته ستونزو حل او اړینو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ او ویې ویل: عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې په ټول هېواد کې خلکو ته لازم او عادلانه روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS