د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د سويلي اسیا لپاره د یونیسیف د سیمه‌ییز دفتر له مشر سنجی وېجسېکره سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۳۵
moph

په دې ناسته کې دواړو لوریو د همکاریو، شته ننګونو، ګډو هڅو او د روغتيايي سکتور د اړتیاوو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې تر سره کړې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د سويلي اسيا لپاره د یونيسيف سیمه دفتر مشر ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: (د افغانستان روغتیا سکتور د اوسنیو ظرفیتونو ترڅنګ لا هم د نړیوالو شریکانو ملاتړ ته اړتیا لري، تر څو د مور او ماشوم روغتیا، واکسین، تغذیې، د ساري ناروغیو کنټرول او بنسټیزو روغتیايي خدمتونو په تامین کې اغېزمن بدلون رامنځته شي).

 ښاغلي وزير، د یونیسیف ادارې له دوامداره همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه، عامې روغتيا وزارت چمتو دی چې د حساب ورکوونې، شفافیت او د ګډو پروګرامونو په مؤثره پلي کېدو کې همغږي لا زیاته  کړي، تر څو خلکو ته په غوره توګه اړين روغتيايي خدمتونه وړاندې شي.

بل لور، د سويلي اسيا لپاره د یونيسيف سیمه ييز دفتر مشر ډاډ ورکړ، چې یونیسيف به په افغانستان کې د روغتیا له سکتور سره خپلې روانې مرستې او همکارۍ دوامداره وساتي او د نړیوالو تمویل کوونکو تر منځ به د ملاتړ هڅې لا زیاتې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۵:۱۵
Background image

د ننګرهار په سره رود، چپرهار، کامه او روداتو ولسوالیو کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د "څارنې او پلټنې او خوړو او درملو امریتونو" له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې ۲۶ روغتیایي مرکزونه د مسلکي کارکوونکو نه شتون او روغتیايي قوانینو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۰:۱۸
Background image

په عامې روغتیا وزارت کې د IHR-2005 پر بنسټ پنځه‌ورځنی ګډ بهرنۍ ارزونې ورکشاپ پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د نړیوالو روغتیایي مقرراتو (IHR-2005) پر بنسټ د پنځه. . .

BACK TO NEWS