د عامې روغتیا وزیر د سرطان ملي روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۹:۴۶
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، نن ماښام په کابل کې د سرطان د تشخیص او درملنې ملي روغتون له روغتیايي خدماتو لیدنه تر سره او له روغتیایي مسؤولینو سره یې روژه ماتی وکړ:

د روغتون څخه د لیدنې پر مهال له ښاغلي وزیر مولوي نور جلال جلالي سره په دې لیدنه کې د طبي شوری لوی رئیس ډاکټر فقیر محمد زیار ، د سرطان د کنټرول ملي برنامې مسؤولینو ، د تخصصي او ثالثي روغتونو رئیس او ځینې نورو مسؤولینو شتون درلود چې د روغتون د روغتیایي خدماتو پر وضعیت او اړتیاوو هر اړخیزې خبرې تر سره شوې، ښاغلي وزیر د روغتیایي کارکوونکو له هڅو او خدمتونو څخه مننه وکړه او د لا ښه خدمت سپارښتنې یې ورته وکړې.

همدارنګه، ښاغلي وزیر په بېلا بېلو څانګو کې د روغتون د داخل بستر ناروغانو له نږدې پوښتنه وکړه او د هغوی احوال یې واخیست.

ښاغلي وزیر وویل د هېواد اوسیدونکي مو ډېره اړتیا لري چې هغوی ته منظم او معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي هغه د روغتیايي کارکوونکو ستاینه وکړه چې د روژې مبارکې میاشتې په جریان کې هم خپلو هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د روژې پر مهال له روغتیایي مراکزو د لیدنې موخه د روغتیایي کارکوونکو د هڅو قدردانی او د خدماتو له څرنګوالي څخه اګاهي تر لاسه کول دي تر څو د هېواد هر وګړي ته معیاري روغتیایي خدمات ورسیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د شیخ زاید ملي او تخصصي روغتون له خدماتو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي تېر ماښام په شیخ زاید ملي او تخصصي روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۱:۴۵
Background image

د سمنګان عامې روغتیا ریاست له خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ

د سمنګان ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت ټیمونو په تېره اوونۍ کې د دې ولایت په مرکز کې له یو شمېر خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره کړ

د دغه نظارت پایله کې (۵۴) قل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۱:۴۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت کې د ګډ نظارت د چک لېست د بیاکتنې په موخه غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت په مشرۍ د ګډ نظارت په بهیر کې د شته ستونزو حل او د ګډ نظارتي چک لېست بیا کتنې په موخه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه. . .

BACK TO NEWS