د عامې روغتیا وزارت کې د ګډ نظارت د چک لېست د بیاکتنې په موخه غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۱:۴۲
moph

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت په مشرۍ د ګډ نظارت په بهیر کې د شته ستونزو حل او د ګډ نظارتي چک لېست بیا کتنې په موخه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې چې د روغتیايي تآسیساتو د پلټنې رئیس مولوي محمودالله زاهد، د طبي شورا د ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو د ثبت او جواز صادرولو رئیس حمدالله قاضي پامیر صاحبزاده او د اړوندو ریاستونو د تخنیکي او نظارتي برخو استازو ګډون درلود؛ د ګډ نظارت نظارتي چک لېست له سره وڅېړل شو او د خصوصي سکتور د نظارت د لا ښه والي په موخه په کې اړین تعدیلات او نوي اصلاحات رامنځته شول، چې د تائید لپاره به د عامې روغتیا وزارت مقام ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS