د بهرنیو او داخلي ډاکترانو د فعالیت د تنظیم په موخه د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت لړۍ پیل شوې ده

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۰:۶
MOPH

دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري ترسره کېږي؛ ترڅو د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، فعالیت، تحصیلي اسناد، جوازونه او د اقامت سندونه وڅېړي، چې د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات تر سره کوي.

د نظارتونو یاده لړۍ چې څه موده وړاندې پیل شوې ده، په ترڅ کې یې له سنان، امید، سروري او السید روغتونونو او عمر هادي کلینیک څخه نظارت ترسره شو او اړوندو مسؤلینو ته د باکیفیته تخصصي او معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.

دغه نظارتي بهیر به له کابل وروسته نورو ولایتونو کې هم د روغتیایي قوانیو د تطبیق په موخه عملي شي او د مسؤلینو له لوري به له سرغړونکو سره قانوني چلند ترسره کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

په اسلام‌قلعه بندر کې د قرنطین مرکز د جوړېدو بنسټ کېښودل شو

د هرات اسلام‌ قلعه بندر په صفري نقطه کې د قرنطین مرکز د بنسټ ډبره د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر حنیفي، د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په شتون کې کېښودل شوه.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د. . .

BACK TO NEWS