د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د 1404 مالي کال لپاره د 21 قلمه البسې (لباس) تهيه او تدارک کول 

شماره- MOPH/NCB/IGICH/1404/G10

د اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون د تدارکاتو لوی مدیریت لخوا ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکول کیږي؛ تر څو د 1404  مالي کال لپاره د 21 قلمه البسې (لباس) تهيه او تدارک کولو داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده چاپ شوې شرطپاڼې یوه کاپي په وړیا ډول د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټېټیوټ د تدارکاتو لوی مدیریت څخه په میموري یا فلش ډیسک کې ترلاسه کړي، د تدارکاتو قانون، کړنلارې او په شرطپاڼي کې د ذکر شویو شرایطو سره سم دې خپل وړاندیزونه (آفرونه) په سرتړلي ډول د خبرتیا نېټې د خپرولو څخه بیا تر د 1404/05/30 نېټې پنجشنبې ورځ د سهار په 10 بجو  د وزیر محمد اکبر خان مېني لسم سړک د اندراګاندي د ماشومانو درملني انسټېټيوټ لومړي پوړ د غونډو تالار ته وسپاري.

ناوخته رسېدلې او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د بانک ګرانتي ده، چې د یو اعتبار لرونکې بانک څخه 150,000 یو سل پنځوس زره افغانۍ دی او له شرطپاڼي سره مل یې د پورته پتې اړوند د روغتون د غونډو تالار ته وسپارئ او د آفر پرانېستلو غونډه {1404/05/30} نېټه د پنجشنبې ورځ سهار 10:00 بجې د اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون لومړی پوړ د غونډو تالار کې دایریږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۲۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او عامې روغتیا وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د رابعه بلخي روغتون ریاست په پام کې لري د دې روغتون اړوند (د یوه قلم طبي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړون ګټونکی داوطلب ته ورکړي:

د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۴۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د استقلال روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه کوي څو څو د 2 دوله تیل او مایع گاز د تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/EH/NCB/1405/G04) ریفرینس نمبر لرونکې ده، . . .

Back to tenders