د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معینیت کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو د ښه والي په موخه غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۶
moph

په یاده غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، IOM ،AADA او RI مؤسسو استازو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې راستنېدونکو هېوادوالو ته د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو ښه والي، اسانتیاوو رامنځته کولو او شته ستونزو د حل په اړه بحث او خبرې ترسره او د مؤسسو استازو د عامې روغتیا وزارت سره د مرستو او همکارۍ ژمنه وکړه.

 د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، پر لا زیاتې همغږۍ او د اړتیا سره سم د موبایل ټیمونو پر زیاتوالي ټینګار وکړ؛ تر څو د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

دغه راز، ښاغلي مرستیال د ناروغیو د خپرېدو مخنیوي په موخه د حفظ الصحې مراعتولو او د واکنیشین او سکریننګ سیسټمونو د لا تقویه کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او له اړوندو مسؤلینو یې وغوښتل، چې خپلو مسؤلیتونو ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۲۷
Background image

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست په انګړ کې د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د یو جوړ شوي جامع مسجد پرانیست غونډه ترسره شوه

دغه جامع مسجد د یو سوداګر په شخصي لګښت جوړ شوی او په یوه وخت کې د شاوخوا پنځه سوه کسانو ظرفیت لري، چې پرانیست غونډه کې د پکتیکا والي، د عامې روغتیا وزارت استازو، بېلابېلو دولتي مسؤلینو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت ۲۳ تنو کارکوونکو ته د معیار جوړونې تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو

یاد ورکشاپ چې د سټنډرډونو ملي ادارې ټرینرانو له لوري د خوړو او درملو معینیت د خوړو خوندیتوب عمومي کارکوونکو ته تر سره شو، چې موخه یې د یادو ادارو ترمنځه ښه همغږي، د نویو معیارونو. . .

BACK TO NEWS