د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت ۲۳ تنو کارکوونکو ته د معیار جوړونې تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو

یاد ورکشاپ چې د سټنډرډونو ملي ادارې ټرینرانو له لوري د خوړو او درملو معینیت د خوړو خوندیتوب عمومي کارکوونکو ته تر سره شو، چې موخه یې د یادو ادارو ترمنځه ښه همغږي، د نویو معیارونو پېژندنه او د هغو نویو اړتیاوو ارزونه وه چې معیاري کولو ته اړتیا لري.