د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس د روغتیايي چارو ارزونې او څېړنې په موخه بغلان ولایت ته سفر ترسره کړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۶:۷
MOPH

د دغه سفر په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني د بغلان له والي، مولوي عبدالرحمن سره لیدنه وکړه، د سفر موخه یې ورسره شریکه او د یاد ولایت پر عامه روغتیايي چارو یې بحث او خبرې ترسره کړې.

د بغلان والي، نوموړي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په دغه ولایت کې د روغتیايي چارو څخه پر څېړنې او ارزونې خوښي څرګنده او په دې برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د تفتیش رئیس دغه راز، د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه، چې د بغلان عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقهار یې ملتیا کوله د ۲۰۰ بستریز ولایتي، روږدو ناروغانو درملنې او بغلان ولسوالۍ مرکزي روغتونونو له خدمتونو څخه په داسې حال کې چې د یادو روغتونونو مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو توضیحات ورکول لیدنه او دقیقه څېړنه ترسره او روغتیايي کارکوونکي یې خپلو مسؤلیتونو ته لا متوجه کړل.

د یادونې وړ ده، چې د داخلي تفتیش رئیس د مل ټیم سره په ګډه د کتلوي معافیت له امریت څخه هم لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې سپارښتنې وکړې؛ ترڅو خپلو مسؤلیتونو ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۰:۲۷
Background image

کنړ کې ستره غمیزه ده!

د لمړنیو معلوماتو په اساس یواځې لغمان او ننګرهار کې تر درې سوه دیرش ټپیان لرو چې نږدې اتیا یې لغمان او ۲۵۰ ننګرهار کې ټپیان شوي.

د شهیدانو لا هم دقیق ارقام نشته سیمه د سګنلو له پوښښ یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۰:۲۵
Background image

کنړ کې ستره غمیزه ده!

یواځې د څو کلینکونو ابتدایي ارقام تر څلور سوه پورته ټپیان او لسګونه شهیدان ښایي ، د نورګل چې اصلي متضرره سیمه ده ، څوکۍ او شولت ارقام لا هم نه دي شریک شوي ، هلته لا هم د ژغورنې عملیات. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۰:۲۳
Background image

په هیواد کې د ختیځ زون د زلزلې په اړه

د هیواد ختیځ زون د زلزلې څخه متاثره شویو هوادوالو ته د عامې روغتیا رهبرۍ او روغتیایي کارکوونکو قرباني او ټوله شپه خدمت دې رب قبول کړي ،  شېبه په شېبه ولایتي مسؤولینو ته د رهبرۍ له لوري. . .

BACK TO NEWS