په هیواد کې د ختیځ زون د زلزلې په اړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۰:۲۳
MOPH

د هیواد ختیځ زون د زلزلې څخه متاثره شویو هوادوالو ته د عامې روغتیا رهبرۍ او روغتیایي کارکوونکو قرباني او ټوله شپه خدمت دې رب قبول کړي ،  شېبه په شېبه ولایتي مسؤولینو ته د رهبرۍ له لوري د خدمت او رسیدنې هدایت  کېده ، پېښه یقیناً خورا دردونکې ده ، او دا ازموینې او صبر وخت دی ، زمونږ ټول روغتیايي مراکز د پیښې له شیبې تر اوسه د ایمرجنسي حالت ځواب وینې ته چمتو او په کار بوخت دي ، پاک رب دې د شهیدانو شهادتونه قبول او ټپیانو ته عاجل شفاء کامله نصیب کړي ، په پوره وس او توان به خدمت جاري وي ان شاءالله ، د شهیدانو او ټپیانو دقیق ارقام به پر وخت درسره شریک شي.

 

ډاکټر شرافت زمان

د عامې روغتیا وزارت ویاند

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۸
Background image

ننګرهار کې د ۶ فرعي روغتیایي مرکزونو پرانیسته ترسره او خدمات یې پیل کړل

له یادو فرعي روغتیایي مرکزونو څخه یو د مومندرې ولسوالۍ په بیله کې، یو د بهسودو ولسوالۍ په هجرت اباد کې، یو په کامه ولسوالۍ کې، یو د جلال اباد ښار اړوند شیخ مصري سیمه کې او دوه د خوګیاڼو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د علمي، څېړنیزو، تدریسي او تخنیکي همکاریو پراختیا اړوند یو ارزښتمن هوکړه لیک لاسلیک شو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث ندامحمد ندیم، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او د دواړو وزارتونو مرکزي. . .

BACK TO NEWS