د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د برطانیې له شارژدافیر رابرټ ډیکسون سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۰:۳۸
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د برطانیې له شارژدافیر رابرټ ډیکسون سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو، د سرطان او روږدو ناروغانو د درملنې برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو او د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو د جلب اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وویل: "د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د نورو برخو ترڅنګ سرطان او روږدو ناروغانو د درملنې برخې کې اسانتیاوې رامنځته کړي، چې په همدې موخه یې په تېرو دریو کلونو کې د زرګونو روږدو ناروغانو درملنې سربېره د سرطان ناروغانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه یو ځانګړې مرکز هم پرانیستی؛ ترڅو په اسانۍ سره یې ستونزو ته رسېدنه ترسره شي".

ښاغلي وزیر همداراز د روغتیا په برخه کې د نړیوالو روغتیايي ادارو همکاري اړینه وګڼله او د یاد هېواد له شارژدافیر څخه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتونکی شو.

 بل لور د برطانیې شارژدافیر په روغتیايي برخه کې د بشپړۍ همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۲۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال د الشفاء روغتون د رغنیزو چارو ارزونه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي په کابل کې د الشفاء روغتون له ترمیماتي او ساختماني چارو څخه لیدنه وکړه:

په دې لیدنه کې ښاغلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۱۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال د انتاني ناروغیو ملي روغتون له خدماتو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د انتاني ناروغیو درملنې ملي او تخصصي روغتون د خدماتو له بهیر څخه لیدنه ترسره کړه:

په دې ليدنه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۱۱
Background image

د عامې روغتیا وزیر د یونیسف له مشر سره د روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه وکتل

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د يونيسيف ادارې له مشر، ښاغلي ډاکټر تاج الدين اوېلا او مل پلاوي سره ليدنه وکړه

په. . .

BACK TO NEWS