د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د پاکستان د روغتیا وزیر ډاکټر ندیم جان سره دوه اړخیزه لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۳:۱۳
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د پاکستان د روغتیا وزیر ډاکټر ندیم جان سره دوه اړخیزه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې چی د پاکستان هېواد د کورنیو چارو وزارت معین ښاغلي دراني هم شتون درلود د افغان ډاکټرانو چې په یاد هېواد کې د تخصص برنامه بشپړوي، د افغان ناروغانو د ویزو د ستونزو د حل او همداراز د لوګر نایب امین الله خان روغتون، د محمد علي جناح روغتون او د نښتر د پښتورګو مرکز د درملو، طبي تجهیزاتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

په دې لیدنه کې همداراز تخصصي پروګرامونو ته په زیاته کچه د افغان ډاکټرانو د جذب او په دواړو هېوادونو کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کی د لا زیاتې همغږۍ او د پولیو د له منځه وړلو اړوند د یوې واحدې پالیسۍ پر څرنګوالي او اړتیا خبرې ترسره شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS