د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوی په رسمي سفر پاکستان هيواد ته ورسيد

akbari_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۰:۷
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوی په رسمي سفر پاکستان هيواد ته ورسيد

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوی  پاکستان هيواد ته د رسيدو سره سم د پاکستان هيواد د روغتيا وزارت د استازو له لوري د تود هر کلي سره مخ شو!

ښاغلی وزير به د دې سفر په ترڅ کې "د نړيوال روغتیايي امنيت " په ستره ناسته چې د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو او د نړيوالو روغتيايي اداراتو استازي يې ګډونوال دي  ګډون وکړي ، د يادې ناستې موخه د ناروغيو پر وړاندې يو والی ، مبارزه او په ګډه د معياري روغتيايي خدماتو وړاندې کول دي.

ښاغلی عباد به د دې تر څنګ د پاکستان هېواد له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او روغتیايي مسئولینو سره لیدنه ترسره او په پاکستان کې د افغان ډاکټرانو د روزنې اړوند د زمینه سازۍ او دې هېواد ته د لېږل شوو ډاکټرانو د ستونزو د حل په موخه بېلا بېلې ناستې ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS