د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر کورومیا تاکایوشي سره لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۱۰:۴۰
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر کورومیا تاکایوشي سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد د ونډې او د دواړو هېوادونو ترمنځ په روغتیايي برخه کې د لا دوامداره همکاریو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

ښاغلي وزیر همداراز د انتاني ناروغیو د درملنې روغتون او افغان جاپان روغتون سره د جاپان هېواد له مرستې مننه او قدردانی وکړ.

د جاپان هېواد سفیر په روغتیايي برخه کې د ګډ کار او پر دوامداره همکارۍ خوښي څرګنده کړه او و یې ویل، چې په نږدې کې به د دغه هېواد له لوري دیارلس مجهز امبولانسونه او د درملو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS