د عامې روغتیا وزارت له لوري د ایډز نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۹:۳۳
مولوی محمد اسحق صاحبزاده

 

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د دې ورځې څخه د نمانځنې موخه د عامه پوهاوي لوړول، په ایډز ناروغۍ د اخته ناروغانو روغتیايي خدمتونو لاسرسی او په دې برخه کې د معلوماتو شریکول دي.

د مالي او اداري چارو مرستیال همدا راز وویل: ( د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې ټولو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه د هېواد په ټولو برخو کې وړاندې کړي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.)

همدارنګه د ایډز نړیوالې ورځې اړوند د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد پیغام ګډونوالو ته واورول شو، چې په هغه کې د دې ناروغۍ سره د مبارزې او مخنیوي په برخه کې د عامې روغتیا وزارت د فعالیتونو او د اخته کسانو روغتیايي وضعیت ته د رسېدنې په اړه یادونه شوې وه.

د یادونې وړ ده، چې د ساري ناروغیو د کنټرول رئیس، ډاکټر بسم الله، د ایډز ناروغۍ د کنټرول رئیس ډاکټر شریف احمد احمدزي، د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې استازې اغلې سوریو او د روغتیايي نړیوال سازمان استازي ډاکټر محمد اختر هر یو په خپل وار د یادې ورځې نمانځغونډې مراسمو ته وینا ترسره کړې

 

روز جهانی مبارزه با بیماری ایدز

روز جهانی مبارزه با بیماری ایدز

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۱
Background image

د CBHC پروګرام تر چتر لاندې د ولایتي روغتیايي کارکوونکو لپاره د نقشې اخیستنې دوه ورځنی ورکشاپ

د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو د مخنيوي او کنټرول لوی ریاست تر چتر لاندې د لومړنیو روغتيايي خدمتونو ریاست اړوند د(CBHC) ډيپارټمنت له لورې نږدې ۳۰ تنو ولایتي روغتيايي کارکوونکو ته د(نقشې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۵:۲۳
Background image

د روغتیایي قوانینو څخه د تکراري سرغړونې له کبله د آریا سادات روغتون او د ډاګتر وهاج د IVF او IUI روغتیایي خدمتونه وتړل شول

د ذکر شوي روغتون د تړلو پر مهال د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ  مسلکي او تخنیکي هیئت چې د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر. . .

BACK TO NEWS