د CBHC پروګرام تر چتر لاندې د ولایتي روغتیايي کارکوونکو لپاره د نقشې اخیستنې دوه ورځنی ورکشاپ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۱
MOPH

د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو د مخنيوي او کنټرول لوی ریاست تر چتر لاندې د لومړنیو روغتيايي خدمتونو ریاست اړوند د(CBHC) ډيپارټمنت له لورې نږدې ۳۰ تنو ولایتي روغتيايي کارکوونکو ته د(نقشې اخېستنې) تر سرلیک لاندې  دوه ورځنی ورکشاپ پرانيستل شو.

د ياد ورکشاپ د پرانيستې مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت مرکزي رئيسانو، آمرینو، د همکارو مؤسسو استازو  او نورو اړوند مسؤلینو ګډون کړی و.

د عامې روغتيا وزارت د لومړنيو روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو رئيس ډاکټر ذبيح الله حارث د یاد ورکشاپ پرانيستې مراسمو کې وويل: د یاد پروګرام له جوړولو څخه یې موخه ولايتونو کې د نويو روغتيايي رضاکارانو انتخاب، تحصیلي سطحې معلومول او د هغوي لپاره تشویقي ورکړه ده، څو له لارې یې په اسانۍ سره ټولنې ته لومړني روغتیايي خدمتونه ورسول شي.

دغه ورکشاپ چې د يونيسف ادارې په مالي ملاتړ جوړ شوی په کې د تطبيق کوونکو مؤسسو د(CBHC) ولايتي افسرانو او د یادې ادارې ولایتي مسوولینو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت تخنیکي پلاوي په بنګلادیش کې د درملو شرکتونو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، حافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي په مشرۍ بنګلادیش هېواد ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د بلخ ولایت له سیمه‌ ییز روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې چې د بلخ عامې روغتیا رئیس، الحاج رحمت الله منصور یې هم ملتیا کوله، د عامې روغتیا وزیر د ناروغانو احوال واخیست، له روغتیايي کارکوونکو سره یې خبرې وکړې او هغوی ته یې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت کارکوونکو ته د «داخلي تولیداتو د جامع دوسیې (DMF) ارزونې» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د دې پروګرام د جوړېدو موخه د کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړول، د تخنیکي دوسیو د ارزونې بهیر معیاري کول، د تنظیمي مهارتونو پیاوړتیا او د داخلي تولیداتو د ثبت سیستم ښه کول دي چې ګډونوالو ته به. . .

BACK TO NEWS