د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي د هلمند ولایت د عامې روغتيا ریاست مسئولینو او په دې ولايت کې د روغتيايي خدمتونو د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۱۱:۵
ښاغلي ډاکټر قلندر عباد

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي د هلمند ولایت د عامې روغتيا ریاست مسئولینو او په دې ولايت کې د روغتيايي خدمتونو د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د هلمند عامې روغتیا ریاست مسئولینو د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو اړوند پرزنټېشن وړاندې او د خدمتونو په اړه یې معلومات د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد سره شریک کړل.

د هلمند عامې روغتیا ریاست مسئولینو د خپلو فعالیتونو اړوند د معلوماتو د وړاندې کولو پرمهال وویل، چې هلمند ولایت پخوا ۷۸ روغتیايي مرکزونه لرل او د اسلامي امارت له راتګ وروسته اوس الحمدلله ۲۵۲ روغتیايي مرکزونه لري، همدارنګه د هلمند بست ولایتي روغتون له ۱۵۰ بسترونو څخه ۵۵۰ بسترونو ته ارتقاء موندلې او همدارنګه ۱۵ بستریزه معیاري د جدي څارنو خونې (ICU)  په کې جوړه شوې ده.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د هلمند ولايت د عامې روغتیا مسئولین او د روغتیايي خدمتونو د تطبیق کوونکو مؤسسو استازي د ولس لا ښه خدمت، معیاري او عادلانه روغتیايي خدمتونو ته وهڅول.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS