د برق شبکې، سولر سیسټم او اوه عدده ایرکنډیشنونو رغولو پروژی د داوطلبۍ خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو ریاست ټولو هغه په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړوند د توبرکلوز  ملي برنامې د درملو مقاوم وارډ د برق شبکې، سولر سیسټم او اوه عدده ایرکنډشنو رغولو پروژه چې د ریفرنس شمېره Gov/MOPH/CDCD/NTP/CF/NCB/W17/1402 ده، د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ په فلش کې د ساختماني تدارکاتو آمریت څخه لاس ته راوړي، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل مطابق دې خپل آفرونه (وړاندېزونه) د شرطپاڼې د شرایطو مطابق، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر شنبه ورځې ۲۰/۰۴/۱۴۴۵ ه ق چې د ۱۳/۰۸/1402 ه ش نیټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نیټه د سهار په لس بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې وزیر محمد اکبر خان کابل – د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونې ته وسپاري. ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي د آفر تضمین د (90,000) نوي زره افغانیو په ارزښت د بانک ګرنټي په بڼه دی او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کیږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۳۰
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د (تخصصي او ثالثي روغتونونو اړوند د ۱۷۷ قلمه طبي ملزمې تدارک پروژې) داوطلبۍ پروسه کې، چې ريفرينس شمېره يې (MOPH/1404 . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۵
Background image

د داوطلبۍ بیاځل خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شوی پروژی:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders.ageops . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۲۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او عامې روغتیا وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د رابعه بلخي روغتون ریاست په پام کې لري د دې روغتون اړوند (د یوه قلم طبي . . .

Back to tenders