د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ پاميري هېوادوالو ته د څلوېښت ميلیونه افغانيو په لګښت د لومړني روغتيايي مرکز پرانیسته تر سره شوه

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۴:۴۲
د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ پاميري هېوادوالو ته د څلوېښت ميلیونه افغانيو په لګښت د لومړني روغتيايي مرکز پرانیسته تر سره شوه

ياد روغتيايي مرکز چې د مسلکي روغتیايي پرسونل په شتون کې به د ګران هېواد په پامير سيمه کې زمونږ د مېشتو هېوادوالو لپاره روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي په تېره يوه پېړۍ کې د ياد قوم لپاره لومړنی معياري جوړ شوی روغتیايي مرکز دی.

د سيمې خلکو او مخورو په خپلو ویناوو کې د عامې روغتيا وزارت له رهبرۍ او په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت څخه مننه وکړه، چې د اسلامي نظام په راتګ سره يې تر ډېرو حقوقو رسېدنه شوې او لا کارونه روان دي.

د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د ياد روغتيايي مرکز د پرانیستې پر مهال په خپله وینا کې وویل: ( اسلامي امارت د هېواد ټولو وګړو ته د خپلو حقوقو ورکولو او روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ژمنتيا لري، زمونږ هڅه همدا ده چې د هېواد تر هر وګړي معياري روغتيايي خدمتونه و رسېږي.)

نوموړي همداراز وویل، د عامې روغتيا وزارت نه يواځې په واخان؛ بلکې د هېواد په ټولو لرې پرتو سیمو کې همدې ته ورته عملي کړنو ته ژمنتیا لري او هېوادوالو ته يې په عمل کې ثابته کړې ده.

ښاغلي صاحبزاده زیاته کړه، په نږدې وخت کې به په همدې روغتیايي مرکز کې د جراحي متخصص او ځينې نورو روغتيايي کار کوونکو ګمارنه هم تر سره شي؛ تر څو وکولای شي همدلته زمونږ د پامير مېشت هېوادوالو ستونزې حل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS