د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده په بهر کې د مېشت   استادانو او متخصصینو له استازو سره لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۹:۲۵
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده په بهر کې د مېشت   استادانو او متخصصینو له استازو سره لیدنه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده په بهر کې د مېشت ۱۵۰ تنو استادانو او متخصصینو له استازو سره په لیدنه کې په کور دننه په روغتیايي او نورو برخو کې پر پانګه اچونه، له یو بل سره د تجربو پر شرېکولو او نورو روغتیايي موضوعاتو بحث او خبرې ترسره کړې.

مالي او اداري معین، د افغان استادانو او متخصصینو چې له ډلې یې ډاکټر عبدالله رحمتي، ډاکټر حلیم تنویر، عبدالهادي دولتزی، محمد کبیر حسیني او محمد نسیم وردګ شتون درلود، غوښتنه وکړه چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او هېوادوالو ته د خدمت جوګه وګرځي.

په بهر کې مېشت افغان استادانو او متخصصینو ژمنه وکړه چې په کور دننه د پانګې اچونې، له یو بل سره د تجربو د شریکولو او نورو برخو کې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS