د عامې روغتیا وزارت د ترانسپورت وزارت په همکارۍ د دولتي موټرونو د کارولو او ساتنې د څرنګوالي په اړه د دې وزارت موټر چلوونکو ته ښوونیز سیمنیار ترسره کړ

akbari_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۹:۳
د عامې روغتیا وزارت د ترانسپورت وزارت په همکارۍ د دولتي موټرونو د کارولو او ساتنې د څرنګوالي په اړه د دې وزارت موټر چلوونکو ته ښوونیز سیمنیار ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس، ښاغلي مولوي محمد حسن محمدزي د دې وزارت له موټر چلوونکو څخه وغوښتل، چې له دې فرصت څخه پوره ګټه پورته کړي، د خپلې مسلکي پوهې کچه زیاته او هغه مسئولیتونه چې دوۍ پورې اړه لري په سم ډول ترسره کړي؛ تر څو په راتلونکي کې د ترافیکي پېښو مخنیوی وشي.

همدارنګه د ترانسپورت وزارت مسئولینو، انجینر سلېمان محمودي او انجینر حمیدالله ناصري د موټر چلوونکو د دندو او مسئولیتونو په اړه چمتو  کړل شوی پرېزنټېشن وړاندې کړ او له موټر چلوونکو یې غوښتنه وکړه چې په دې سیمینار کې وړاندې کړل شوې برخې په پام کې ونیسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS