د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د کود برق ۵۰ بستریز روغتون پرانیسته ترسره کړه

akbari_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۹:۷
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د کود برق ۵۰ بستریز روغتون پرانیسته ترسره کړه

مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده یادو مراسمو ته په وینا کې وویل، دغه روغتون په عصري او مجهزو وسایلو سمبال دی او وروسته له دې به د دې سیمې د اوسېدونکو شته روغتیايي ستونزې حل کړي.

ښاغلي معین همدا راز زیاته کړه، اسلامي امارت ژمن دی چي د هېواد ټولو وګړو ته معیاري، عادلانه روغتیايي خدمات وړاندې کړي او اسلامي امارت دې برخې ته پوره متوجه ده.

د یادونې وړ ده چې دغه روغتون د عمومي داخله، کوچنیانو داخله، جراحي، ارتوپیدي، مجهز لابراتوار، ډیجیټل اکسرې، درملتون او نورې مجهزې برخې لري چې د افغانستان اسلامي امارت په داخلي بودیجه د ۶۵ مېلیونه افغانیو په لګښت سره جوړ او تجهیز شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS