دعامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین دملګروملتونو دسرمنشي له مرستیال سره لیدنه وکړه

akbari_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۱:۵۹
دعامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین دملګروملتونو دسرمنشي له مرستیال سره لیدنه وکړه

۱۴۴۴/۷/۲

په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو پر دوام، لا زیاتې همغږۍ او د اړوند نړیوالو موسسو په همکارۍ بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزارت ښاغلي معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده د  ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، مارتین ګرېفتس او ورسره مل پلاوي خبرې او وړاندیزونه واورېدل او له هغوۍ یې وغوښتل چې ملګري ملتونه او نړیوالې موسسې باید د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ خپلې برنامې تنظیم او خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، مارتین ګرېفتس د بشري مرستو پر دوام، د دوۍ د همکارۍ پر زیاتوالي او د لا ښې همغږۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي معین د ملګرو ملتونو د مرستو له دوام مننه وکړه او له دوی سره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS