دعامې روغتیاوزارت مالي اواداري مرستيال مولوي محمداسحاق صاحبزاده غزني ولایت ته دیوه رسمي سفر په ترڅ کې روغتیايي خدمتونوله وړاندې کولو څخه څارنه وکړه

akbari_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۳۰ - ۹:۳۳
دعامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده غزني ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو څخه څارنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده غزني ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو څخه څارنه او لیدنه وکړه.

 د دغه سفر په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستيال د دغه ولایت د ولایتي او حوزوى  روغتونونو په کچه ستونزې او ننګونې وڅېړلې او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي په برخه کې یې د دغو مرکزونو مسوولینو ته خپلې لارښوونې وکړې.

دعامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده غزني ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو څخه څارنه وکړه.

 د دغه سفر په یوه برخه کې مولوي محمد اسحق صاحبزاده د غزني ولایت د ولایتي او حوزوى  روغتونونو د مسؤلینو او ناروغانو ستونزې  واورېدې او ژمنه یې وکړه چې د ستونزو د حل  په اړه به عملي اقدامات وکړي.

 د دغه ولايت ولايتى او حوزوى روغتون د مسلکي روغتيايي کارکوونکو په لرلو سره په عملي توګه د غزني ولايت او ګاونډيو ولايتونو خلکو ته په بېلابېلو  برخو کې روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS