د افغانستان د عامې روغتيا وزير او لوړ رتبه پلاوي د پکتيا حوزوي روغتون کې د زلزلې ځپلو هيوادوالو له ټپيانو سره له نږدې وليدل او دوۍ ته يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۳:۳۵
د افغانستان د عامې روغتيا وزير او لوړ رتبه پلاوي د پکتيا حوزوي روغتون کې د زلزلې ځپلو هيوادوالو له ټپيانو سره له نږدې وليدل او دوۍ ته يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ

د عامې روغتيا وزير د ناروغانو او د دوۍ د کورنۍ غړو له ليدلو وروسته  د ځينې ناروغانو په اړه هدايت ورکړ تر څو د کابل مرکزي روغتونونو ته د لا ښې درملنې لپاره انتقال شي.

د عامې روغتيا وزارت له تيرې ورځې خپل ټول روغتيايي پرسونل سره په ګډه د ټپيانو او متاثره شويو هيوادوالو په مرسته بوخت دی ، دا چې يو لوی ناورين دی نړيوالې ادارې او مؤسسې بايد د بشري مرستو لپاره راوړاندې شي تر څو د زرګونو انسانانو د ژوند لومړنۍ اسانتياوې پوره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS