له ملګري ملتونو، د روغتيا نړيوال سازمان او يونيسف له استازو سره د عامې روغتیا سرپرست وزير ، غونډه

Panah_moph
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۲۰:۴
له ملګري ملتونو، د روغتيا نړيوال سازمان او يونيسف له استازو سره د عامې روغتیا سرپرست وزير ، غونډه

شنبه، ثور ۳۱/ ۱۴۰۱

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد، له ملګري ملتونو، د روغتيا نړيوال سازمان او يونيسف استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، د عامې روغتیا سرپرست وزير د دغو ادارو د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه والي لپاره د نظر تبادله وشوه.

ډاکټر عباد، د روغتيايي برخې ننګونې د دغو ادارو له استازو سره شریکې او د هغوی د لا همکاریو او په ځانګړي توګه په لرو پرتو سيمو کې د لومړنيو روغتيايي خدمتونو د پياوړتيا، د سرطان د درملنې، د واکسین خدمتونو د پیاوړتیا، او ، د روږدو کسانو د درملنې غوښتنکى شو.

ډاکټر عباد د نړيوالو ادارو د کړنو د شفافیت او حساب ورکولو په اهمیت ټینګار وکړ او د دغو ادارو پر استازو يې غږ وکړ چې د عامې روغتیا وزارت سره په دې برخه کې په بشپړه توګه همکاري وکړي.

د دغو ادارو استازو هم د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه د خپلو ګډو همکاریو سره ټینګار وکړ او د شفافیت او حساب ورکولو ژمنه يې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS