د عامې روغتیا سرپرست وزیر د نړیوالو موسسو له استازو سره وکتل

Panah_moph
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۴ - ۱۲:۴۵
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د نړیوالو موسسو له استازو سره وکتل

چهارشنبه، ۲۴ وری ۱۴۰۱

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد نن د روغتیا د نړیوال سازمان(WHO)، یونیسف (UNICEF) ، UNFPA او د روغتیا په برخه کې د نورو مرستندویه ادارو له استازو سره وکتل.

په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزارت او تطبیق کوونکو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ، حساب ورکونې او شفافیت په اړه خبرې وشوې.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر له روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکو سره پر لا زیاتې همغږۍ او حساب ورکونې ټینګار وکړ او له ټولو روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکو یې وغوښتل چې د بودیجې پلانونه، قراردادونه او د قراردادونو تصویب له عامې روغتیا وزارت سره شریک کړي.

ډاکټر عباد په ولايتونو کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د بنسټونو پر کړنو هم نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د دغو بنسټونو ډېرى کړنې موږ ته د منلو وړ نه دي او بايد په دې برخه کې جدي همغږي رامنځته شي.

همدارنګه یې په افغانستان کې له ټولو نړیوالو موسسو څخه چې په افغانستان کې فعالیت کوي د اسلامي امارت په ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې موږ په افغانستان کې ستاسو امنیت تامینولو ته ژمن یو.

له بلې خوا د غونډې برخه والو د افغانستان د سکټور پر ملاتړ ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د همغږۍ د پیاوړتیا او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به ښه والی رامنځته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS