د عامې روغتیا وزارت کړنې او ننګونې وڅېړل شوې 

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۵ - ۱۴:۳۹
د عامې روغتیا وزارت کړنې او ننګونې وڅېړل شوې 

یکشنبه، کب ١٥/١٤٠٠ 

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد، نن د بورډ په ناسته کې د عامې روغتیا وزارت شته ننګونې او کړنې وارزولې. 

په دې ناسته کې د اړوندو ادارو مسؤولینو خپل کاري راپورونه وړاندې کړل او د شته ننګونو د حل په اړه یې بحث او تبادل د نظر وکړ. 

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیايي ادارو د ننګونو او کړنو د ارزونې سربېره د روغتیايي ننګونو د حل لاسرسي او د همغږۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ. 

ډاکتر عباد، د اړوندو ادارو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه، چې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په ځانګړي ډول د ساري ناروغیو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې دې جدي هڅې وکړي. 

له بلې خوا، د اړوندو ادارو مسؤولینو د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS