ډاکتر حبیب الله اخند زاده د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د مرستیال په توګه معرفي شو

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۴ - ۱۶:۲۸
ډاکتر حبیب الله اخند زاده د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د مرستیال په توګه معرفي شو

یکشنبه، سلواغه ۲۴/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال همدارنګه سرپرست مولوي محمد اسحاق عاصم او د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي، د یوې ناستې په ترڅ کې ډاکتر حبیب الله اخندزاده د دغه وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په توګه معرفي کړ.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال او همدارنګه د وزارت سرپرست مولوي محمد اسحاق عاصم په دې ناسته کې وویل: چې د محترم او عالیقدر امیر المؤمنین ملا هبت الله اخند زاده د فرمان او لارښوونې پر اساس ډاکتر حبیب الله اخند زاده د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په توګه معرفي شو او هېواد والو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې ورته د لا بریالیتوب هیله کوو.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو نوي ټاکل شوي مرستیال ډاکتر حبیب الله اخندزاده ژمنه وکړه، چې په هېواد کې د لا ښه روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو او د اړمنو خلکو روغتیایي وضعیت ته د لاسرسي په برخه کې له هېڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونکړم او په دې برخه کې به په پوره هڅو او ایماندارۍ سره به خدمت وکړم.

د يادونې وړ ده، چې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو نوی ټاکل شوی مرستيال ډاکتر حبيب الله اخندزاده تر دې وړاندې د کندهار د هوايي ډګر د قول اردو د روغتيايي مسؤل په توګه دنده ترسره کوله. نوموړی همدارنګه تر دې وړاندې له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې همکار پاتې شوی او اوسمهال د عالیقدر امیر المؤمنین د لارښوونې په اساس په دغه دنده و ګمارل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS