د عامې روغتيا وزارت د اداري چارو ساده کولو او اسانه کولو په اړه ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شيخ محمد طاهر حليم، يو شمېر نورو مرکزي رئیسانو، امرينو، د وزارت د ساده سازۍ کمېټې غړو او د چارو ادارې لوی رياست استازو شتون درلود، د ساده سازۍ پروسې د تخنيکي پړاوونو، د پروسو پېژندنې، تجزیې، نويو طرحو جوړولو، د پروسو د ساده کولو ډولونو او د نويو پروسو تطبیق او نظارت په اړه د يو پرېزنټېشن له لارې هر اړخيز معلومات وړاندې شول؛ تر څو مراجعين او کارکوونکي په اداري چارو او پروسو کې له ستونزو سره مخ نه شي.
د عامې روغتيا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شيخ محمد طاهر حليم وویل: اسلامي شريعت د اسانۍ امر کوي؛ نو موږ بايد اداري چارې د ځان او نورو لپاره سختې نه کړو، بلکې له يو بل سره په چارو کې تعاون او همکاري وکړو.
