۲۵ ټنه له نیټې تیر او بې کیفیته خوراکي توکي له منځه یوړل شول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۵:۲۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو څخه د ۸ هفتو په ترڅ کې ۲۵ ټنه له نېټې تېر بې کیفیته خوراکي توکي راټول او د ګزګ سیمه کې له منځه یوړل شول

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د لومړنیو روغتیايي خدمتونو رئیس، ډاکټر ذبیح الله حارث وویل:"  د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د عامې روغتیا وزارت دنده لري، چې د خلکو روغتیا ته پاملرنه وکړي او هغوي ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره کړي، چې په همدې موخه د چاپېریال روغتیا ریاست د کنټرول ټیم وکولای شول د شپږو تر اتو اوونیو په ترڅ کې ۲۵ ټنه له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي راټول او له منځه یوسي."

ډاکټر حارث زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د پلټنۍ ټیمونه توانیدلي، چې د کابل ښار د بېلا بېلو سیمو څخه له ۹۰ تر ۹۵ سلنه نظارت او پلټنه ترسره کړي، چې دغه لړۍ به د خوراکي د توکو د کیفیت ښه والي او د خلکو د روغتیا په موخه په راتلونکې کې هم په مرکز کابل او د هېواد په ولایتونو کې دوام ولري.

د یادونې وړ ده، په راټولو شویو خوراکي توکو کې بیسکېټ، غوړي، کانسر، کېک، اچار، غیر الکولي مشروبات او یو اندازه نور له نېټې تېر بې کیفیته خوراکي توکي شامل وو، چې ټاکل شوې سیمې ته انتقال او له منځه یوړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۳۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د خاص کونړ سل بستریز مؤقت روغتون څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني کونړ ولایت د سفر په ترڅ کې د خاص کونړ ولسوالۍ په نظامي قرارګاه کې د زلزله ځپلو لپاره د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د چین هېواد MCC کمپنۍ په ختیځ زون کې د زلزله ځپلو هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د یو شمېر اړینو توکو او درملو مرسته وکړه

یاده مرسته افغانستان لپاره د چین سفارت او د MCC کمپنۍ د استازو په شتون کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي ته وسپارل شوه، چې په کې خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS