ډاکټر سلیمان دولت‌ زی د طبي شورا لوی ریاست اړوند د روغتیايي کارکوونکو د تنظیم رئیس په توګه وټاکل شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۵:۴
moph

د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی ریاست اړوند د نرسانو، قابلو او نورو روغتیايي کارکوونکو د تنظیم رئیس ډاکټر سلیمان دولت‌ زي د معرفي کېدو مراسمو کې د یاد وزارت د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم او د طبي شورا لوی رئیس ډاکټر فقیر محمد زیار شتون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د مقام دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم د نرسانو، قابلو او روغتیايي پرسونل د مهم رول پر اهمیت او د دې برخې پر لا زیات ملاتړ ټینګار وکړ. همدارنګه، د طبي شورا لوی رئیس ډاکټر فقیر محمد زیار، ډاکټر سلیمان دولت‌ زي ته په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

ورته مهال ډاکټر سلیمان دولت‌ زی ژمنه وکړه، چې د چارو د لا ښه تنظیم او روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو لپاره به له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۱
Background image

د فراه او تخار ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو لپاره نوي رئیسان وټاکل شول

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ په اساس د فراه ولایت د عامې روغتیا مخکینی رئيس، مولوي شیخ میر صدام د تخار ولایت د عامې روغتیا د نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۵۱
Background image

عامې روغتیا وزارت له لوري په خوست کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت څلور روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

ياد روغتيايي مرکزونه د عامې روغتيا وزارت په هڅو او همغږۍ د IOM نړيوال سازمان په مالي ملاتړ د یاد ولایت په څلورو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۵۹
Background image

نشست وزارت صحت عامه با یونیسف برای بهبود خدمات اساسی صحی در کشور

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د اساسي روغتیایي خدمتونو برخه کې د شته ننګونو او ستونزو حل په موخه د یونیسیف ادارې له مسؤلینو سره. . .

BACK TO NEWS