په کابل ښار کې د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې له ۱۰۰ وارداتي شرکتونو، ۱۳۳ عمده‌ پلورنځيو او د درملو له ۳۰ تولیدي کارخونو څخه نظارتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۶:۱۱
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د سوداګریزو او تولیدي فعالیتونو د تنظیم او د درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت تأمین په موخه په کابل ښار کې له ۱۰۰ وارداتي شرکتونو، ۱۳۳ عمده پلورنځیو او د درملو او روغتيايي محصولاتو له ۳۰ توليدي کارخونو څخه نظارتونه ترسره کړي دي.

د دغو نظارتونو په پایله کې ۳ وارداتي شرکتونه او ۲۴ د درملو عمده‌ پلورنځي د پېرلو قانوني اسنادو نه شتون، د غیر معیاري بیلونو کارولو، پرچون‌فروشۍ، د مسلکي مسؤل اړوند ستونزو او د بیو نه مراعت له امله په موقتي توګه تړل شوي دي.

همدارنګه، ۹۱ قلمه هغه درمل چې رسمي او قانوني اسناد یې نه درلودل، راټول او د له منځه وړلو په موخه اړوند ځای ته لېږدول شوي دي.

سربېره پر دې، له عمده‌ پلورنځيو څخه ۱۷ قلمه او له وارداتي شرکتونو څخه ۶ قلمه مشکوک درمل د کیفیت تثبیت په موخه د درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار ته استول شوي دي او د نظارت په برخه کې له کارتونو سره د هغو مواردو د اصلاح لپاره چې سمون ته اړتيا لري، ۲۳ اصلاحي مکتوبونه شريک شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۲۶
Background image

د وچکالۍ ځپلو ټولنو لپاره په کندز او هرات کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري کندز او هرات ولایتونو کې د  وچکالۍ ځپلو ټولنو لپاره د ژوند ژغورونکو روغتیايي، تغذیې، MHPSS او RCCE مدغمو خدمتونو وړاندې کولو په موخه له International Rescue. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۲۳
Background image

بغلان ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور له مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د بغلان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د خصوصي روغتیايي سکتور اړوند ۱۷ روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې یو روغتيايي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د پکتیکا له والي، ښاغلي مولوي عبدالخالق عابد سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې د پکتیکا ولایت د روغتیايي وضعیت، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهير او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو په اړه  بحث او خبرې تر سره شوې.

د پکتيکا والي په دغه ولايت کې د روغتيايي. . .

BACK TO NEWS