د وچکالۍ ځپلو ټولنو لپاره په کندز او هرات کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۲۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري کندز او هرات ولایتونو کې د  وچکالۍ ځپلو ټولنو لپاره د ژوند ژغورونکو روغتیايي، تغذیې، MHPSS او RCCE مدغمو خدمتونو وړاندې کولو په موخه له International Rescue Committee-IRC مؤسسې سره د (۶۹۲۶۴۰) شپږ شوه دوه نوي زره شپږ سوه څلوېښت ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو

دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یوولس میاشتو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۵ ګرځنده روغتيايي ټیمونو له لارې د یادو ولایتونو (۲۵۰۰۰) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۴۰) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د IRCمؤسسې مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یوولس میاشتو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۲۶
Background image

د وچکالۍ ځپلو ټولنو لپاره په کندز او هرات کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري کندز او هرات ولایتونو کې د  وچکالۍ ځپلو ټولنو لپاره د ژوند ژغورونکو روغتیايي، تغذیې، MHPSS او RCCE مدغمو خدمتونو وړاندې کولو په موخه له International Rescue. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۲۳
Background image

بغلان ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور له مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د بغلان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د خصوصي روغتیايي سکتور اړوند ۱۷ روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې یو روغتيايي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د پکتیکا له والي، ښاغلي مولوي عبدالخالق عابد سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې د پکتیکا ولایت د روغتیايي وضعیت، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهير او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو په اړه  بحث او خبرې تر سره شوې.

د پکتيکا والي په دغه ولايت کې د روغتيايي. . .

BACK TO NEWS