لوګر ولایت کې لس ټنه بې کیفیته او تاریخ تېره درمل راټول او له منځه یوړل شول

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۵ - ۱۶:۱۴
لوګر ولایت کې لس ټنه بې کیفیته او تاریخ تېره درمل راټول او له منځه یوړل شول

دغه بې کیفیته او تاریخ تېره درمل چې د لوګر ولایت له مرکز او یو شمېر ولسوالیو څخه د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو څخه د څارنې د عمومي مدیریت له خوا راټول شوي وو، د دوشنبې په ورځ د روان کال سلواغې په ۲۵ مه د اړوندو ادارو د استازو او رسنیو په حضور کې وسوځول شول.

د لوګر د عامې روغتيا رئيس ډاکترقدرت الله عادل وويل: د دغو درملو ټوليز ارزښت له څلور ميليونه افغانيو څخه زيات دى، چې د عامې روغتيا رياست او اړوندو ادارو د استازو د هلو ځلو او همکارۍ په پایله کې د مرکز، محمدآغې او بره کي برک ولسوالیو له درملتونونو څخه د روان کال په لړ کې راټول شوي او وزن یې لس ټنو ته رسېږي.

 ډاکټر عادل زياته کړه: موږ هڅه کوو چې د بې کيفيته درملو د پلور مخه ونيسو او له سرغړونکو سره به جدي او قانوني چلند وکړو، نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړ چې هېڅ درملتون ته به اجازه ورنه څو په خلکو باندې درمل په لوړه بیه وپلوري.

دغه راز د لوګر د عامې روغتيا رئیس له درمل پلورونکو څخه وغوښتل، هغه درمل چې دوی نه شي کولى د تاریخ له تېرېدو شپږ مياشتې وړاندې وپلوري دولتي روغتونونو ته دې وسپاري او د روغتيايي قوانينو له مخې دې ځان چمتو کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS