د کنړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې یو روغتیایي مرکز پرانیستل شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۹:۳۰
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي له لوري د کونړ ولایت ماڼوګي ولسوالۍ لیچلام سیمه کې د درویشت نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یو روغتیایي مرکز پرانیسته ترسره شوه.

دغه روغتیایي مرکز چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې (UNHCR) په همکارۍ تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي، د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د کونړ والي قدرت الله ابو حمزه، امنیه قومندان ضیاءالحق د عامې روغتیا رييس قاري مظفر خان مخلص، قومي مخورو، مسئولینو او روغتیایي کارکوونکو ګډون کړی و.

 په دې جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي لیچلام سیمه کې د یاد روغتیایي مرکز په جوړېدو خوښي وښوده او په روغتیایي برخه کې یې د یادې سیمې خلکو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.

ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وویل: د هېواد لرې پرتو سیمو کې د خلکو  روغتیایي ستونزو د حل په موخه یې د روغتیایي مرکزونو د جوړېدو هڅې پیل کړي چې ښه بېلګه یې د لېچه لام سیمه کې د یو روغتیایي مرکز جوړېدل دي.

د کونړ قومي مشرانو او مسئولینو د عامې روغتیا وزارت او په ځانګړ‌ې توګه له ښاغلي مولوي نورجلال جلالي څخه مننه وکړه چې د یاد روغتیایي مرکز  جوړولو کې د عامې روغتیا وزارت خپلې هڅې نه دي درېغ کړي او زیاته یې کړه چې د دغه روغتیایي مرکز جوړېدو سره  به زرګونه خلک له روغتیایي اسانتیاوو برخمن شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS