د کابل په ځینو سیمو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۳:۳۵
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اړوند د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې مرکزي ریاست له لوري د کابل دوهمې ناحیې کارته پروان سیمه کې له خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره کړی چې په پایله کې یې (۱۲) بابه روغتیايي کلینیکونه او کتنځایونه د اسنادو نه شتون او غیر قانوني فعالیتونو له امله وتړل شول.

دغه راز د یاد نظارت په پایله کې یوه اندازه له نیټې تېر او بې کیفیته درمل راټول او هم د یو شمېر کتنځایونو لوحې د اصلاح په موخه راښکته، د لوړ فیس اخیستو او شفري نسخو لیکلو مخنیوی وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۲۱
Background image

نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه مرسته وسپارل شوه

د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون (EPR) ټیم نورستان ولایت کې د وروستي سېلاب له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون (EPR) ټیم په نورستان ولایت کې د جوړې شوې ولایتي پراختیا کمېټې (PDC) غونډه کې ګډون وکړ

یاده غونډه د نورستان مرستیال والي، مولوي فیصل مختار په مشرۍ جوړه شوې وه، چې د دغه ولایت د بېلابېلو ریاستونو مسؤلینو او د همکارو مؤسسو استازو پکې ګډون کړی و.

 غونډه کې د وروستي سېلاب له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

BACK TO NEWS