د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر عبدالقدوس بریالي کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د پولیو واکسین له کمپاین څخه نظارت وکړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۲:۷
MOPH

په دغه نظارت کې د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس د کندهار په ژیړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې د پولیو واکسین د روان کمپاین له چارو څخه لیدنه وکړه او د لومړۍ کرښې کارکوونکو ته یې د کمپاین د ښه تطبیق په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

ډاکټر عبدالقدوس بریالي دغه راز، د یاد کمپاین پوښښ برخه کې د نیمګړتیاوو د له منځه وړلو په اړه اړینې سپارښتنې وکړې؛ تر څو هر ماشوم ته د پولیو واکسین تطبیق شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۲۳
Background image

کابل کې د خصوصي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو او درجه بندۍ معیارونو پلي کولو په موخه د پوهاوي لوړولو درې ورځنی روزنیز سیمنار پیل شو

په دې روزنیز سیمنار کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د روغتیایي مرکزونو د اعتبار ورکولو ملي ادارې اجرائیوي رئیس مولوي سیف الله معاویه، د ملي اعتبار. . .

BACK TO NEWS